د سراجالدین حقاني له خوا د قدرت ښکاره کول؛ په طالبانو کې د نويو تحولاتو نښې

سراجالدين حقاني د ملا عمر د مور د مړينې د مراسمو لپاره کندهار ته سفر کړی و. که د هغه د ګډون راپورونه په هغه امنيتي غونډه کې چې د ملا هبتالله په شتون او د ملا يعقوب په منځګړتوب ترسره شوې وه، رښتيني هم وي، دا سفر له هر پلوه د حقاني شبکې د مشر د قوت څرګندونه وه؛ ځکه د هغه هرکلی په کندهار کې د طالبانو د مشر د واک مرکز ته د يو ښکاره پيغام په توګه تعبير شوی دی.
په تېرو څلورو کلونو کې امير طالبان د خپل نفوذ د پياوړتيا لپاره د نږدې کسانو په ګمارلو او د خپلګوند له سيالانو لکه خليلالرحمن حقاني څخه په سياسي او فزيکي ډول د خلاصون له لارې، د قدرت جوړښت ته پراخوالی ورکړی و.
د ملا هبتالله دغه کړنو دا څرګنده کړې وه چې په طالبانو کې د کورنيو اختلافاتو پر مهال، سراجالدين حقاني له سياسي ډګر نه شاته شوی او اوس د طالبانو اصلي پرېکړې د ملا هبتالله او د هغه د ډلې له لوري ترسره کېږي.
خو د سراجالدين حقاني په وروستي سفر کې، چې يوازې يوه اونۍ وروسته له هغه وشو چې نوموړی په خوست کې د خپلو پلويانو ترمنځ راڅرګند شو، ښکاره شوه چې سراج لاهم د ملا هبتالله لپاره يو ځواکمن دننه رقيب پاتې دی ـ که څه هم د ملا هبتالله پلويان د حقاني له څرګندو نيوکو څخه ناخوښ دي، هغه نيوکې چې د طالبانو د مشر پر استبدادي چلند تمرکز درلود.
په تېره مياشت کې په ټولنيزو شبکو کې داسې نه تائيد شوي راپورونه خپاره شول چې ګواکې په کندهار کې د ملا هبتالله پر ضد د ترور هڅه شوې وه. که دا راپورونه رښتيا وي، نو ښيي چې د طالبانو د واکمنۍ مرکز، کندهار، له جدي امنيتي درزونو سره مخ دی، او د طالبانو د مشر فزيکي له منځه وړل بېخي ناممکن نه ښکاري ـ که دا کار د داخلي سيالانو له خوا وشي او که د يوه بهرني ځواک په مداخلې سره.
خو تر دې دمه داسې نښې نهشته چې بهرنيان يا غربي هېوادونه د ملا هبتالله د له منځه وړلو پلان ولري، پرته له دې چې د هغه مخالفتونه د افغانستان د لويو پروژو پر وړاندې دومره جدي شي چې د دغو پروژو بريا له ګواښ سره مخ کړي.
پاکستان چې د طالبانو عمده ملاتړ کوونکی دی او له حقاني شبکې سره نږدې اړيکې لري، د ملا هبتالله د پاتې کېدو پلوي کوي؛ ځکه د پاکستاني پښتنو د هوډ او مذهبي رهبري ساتل د دوی لپاره مهم دي، او ملا هبتالله د همدې موخې لپاره تر ټولو مناسب شخص ګڼل کېږي. تر اوسه لوېديځ هم د هغه پر پاتې کېدو مخالفت نه لري، ځکه هغوی د طالبانو د جنګياليو ترمنځ د مشروعيت په تامين کې د هغه رول درک کړی دی. خو داسې ښکاري چې امريکا او لوېديځ هېوادونه هڅه کوي د سعودي عربستان حکومت ته ورته يو ماډل په افغانستان کې عملي کړي.
سعودي عربستان، که څه هم له طالبانو سره د جوړښت او ثبات له پلوه ډېر توپير لري، بيا هم د مذهبي مشروعيت تر څنګ د تخنيکي مديريت له لارې د لوېديځ او امريکا سره د همکارۍ يو نسبتاً بريالی ماډل وړاندې کړی دی.
په سعودي عربستان کې، مذهبي څېرې د لوېديځ او امريکا تر ملاتړ لاندې دي، خو د پرېکړو په دوهم پوړ کې ځای لري، او د محمد بن سلمان په څېر تخنيکي او سياسي څېرې د پرېکړو اصلي واک لري.
په افغانستان کې هم ښايي امريکا او لوېديځ دا وغواړي چې د حکومتدارۍ او امنيتي چارو مشري هغو کسانو ته وسپاري چې له لوېديځ سره د همکارۍ وړتيا لري، لکه د حقاني کورنۍ، ملا برادر او ملا يعقوب، خو مذهبي څېرې لکه ملا هبتالله او حکيم حقاني به د واک په دوهم دايره کې وساتي، څو هم د امريکا پروژې پر مخ ولاړې شي، هم د مذهبي مشروعيت تاثر وساتل شي او هم د پاکستان اندېښنې د دواړو غاړو د پښتنو د مديريت په اړه يو څه راکمې شي.
د سراجالدين حقاني وروستۍ هڅې کېدای شي د همدې تګلارې يوه مقدمه وي، او که د ملا هبتالله ډله ورته تسليم شي، نو هغوی به هم د لوېديځ او امريکا د امنيتي او سياسي لوبې يوه برخه پاتې شي.
سيد احمد موسوي مبلغ




