امنیت او پېښېمهم خبرونه

په سپین بولدک کې د سپینو زرو او ۲۹۰ ساعتونو نیول؛ شپږ تنه نیول شوي

د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو چارواکو ویلي، چې د نوموړي قول اردو ځواکونو تیره شپه په کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ کې یو شمېر د سپینو زرو توکي او ۲۹۰ قېمتي ساعتونه ضبط کړي دي. د دوی په وینا، د دې قضیې په تړاو شپږ تنه نیول شوي دي.

د ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند، نذیر شکیب، ویلي چې دا توکي د شپې پر مهال د سپین بولدک د «معازل» په سیمه کې د ګزمې پر مهال ترلاسه شوي دي. د ده په وینا، نیول شوي کسان هڅه کوله چې دا توکي پاکستان ته انتقال کړي.

سپین بولدک د کندهار له هغو پولو ولسوالیو څخه ده چې له پاکستان سره ګډه پوله لري او د توکو د تګ راتګ مهم مسیر بلل کېږي. سره له دې چې د طالبانو اداره څو ځله د قاچاق پر ضد د مبارزې اعلان کړی، د سیمې اوسېدونکو بیا بیا د ځینو پولو سیمو کې د ناقانونه فعالیتونو د پراختیا په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو اداره تر اوسه د نیول شویو کسانو د هویت او د دوسیې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button