سیگار: د افغانستان د بیا رغونې له بودجې ۲۹ میلیارده ډالره ضایع شوي

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش اداره (سیگار) ویلي، له مجموعي ۱۴۴ میلیارده ډالرو څخه چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره ځانګړې شوې وې، نږدې ۲۹ میلیارده ډالره بشپړ ضایع شوي دي. دا اندازه د دې پروګرام د مالي سرچینو یوه مهمه برخه جوړوي.
په سیگار وروستي راپور کې راغلي چې د امریکا شل کلنې هڅې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د پراخو مالي ضایعاتو، ناسم مدیریت او د ناکامو پروژو له پلي کولو سره مل وې. د دې ادارې په وینا، د بودجې لویه برخه پر هغو پروژو لګېدلې چې یا هېڅکله نه دي بشپړې شوې او یا یې د خلکو د ژوند په ښهتوب کې د پام وړ اغېز نه درلود.
په راپور کې د بېلګو په توګه د زړو او غیرقابل کار الوتکو پېرود، د برېښنا د دستګاو جوړولو پرته له دې چې له وېش شبکې سره ونښلول شي، نیمپاتې سړکونه او هغه بنسټیزې پروژې چې په لنډه موده کې ویجاړې شوې، یادې شوې دي.
د سیگار پخواني ځانګړي مفتش جان سوپکو ویلي، اصلي ستونزه د بودجې کموالی نه و، بلکې د پیسو بېړایه لګول او د تخنیکي او څارنیزو خبرداري نادیده نیول د دې ناکامیو لامل شوي.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې سره له دې چې امریکا شل کاله په افغانستان کې موجوده وه او نږدې درې ټریلیونه ډالره یې مصرف کړل، نه یواځې دا چې اعلان شوي هدفونه نه دي پوره شوي، بلکې هېواد لا هم له ژورو بشري، اقتصادي او سیاسي کړکیچونو سره مخ دی؛ هغه کړکیچونه چې اغېزې یې تر ننه د افغانستان د اوسېدونکو پر ژوند سیوری اچولی دی.




