مهم خبرونهنړیوال

د سیدني د ډزو شکمن کسان د هندۍ پاسپورټونو سره فلیپین ته داخل شوي وو

د فلیپین د مهاجرت ادارې ویلي، هغه دوه وسله‌وال کسان چې د سیدني ښار د بوندای سیمې په ډزو کې شکمن ګڼل کېږي، د روان میلادي کال د نومبر پر لومړۍ نېټه چې د عقرب لسمه کېږي، د هندي پاسپورټونو په کارولو سره فلیپین ته داخل شوي وو او بیا د نومبر پر ۲۸مه، چې د قوس اوومه نېټه ده، بېرته استرالیا ته ستانه شوي دي.

د فلیپین د مهاجرت ادارې ویاندې، دانا ساندوال، بي‌بي‌سي نړیوالې شبکې ته ویلي، دا دوه کسان چې کله فلیپین ته دننه شول، د داوائو ښار یې د خپل وروستي منزل په توګه ثبت کړی و.

نوموړې زیاته کړې، د دوی د بېرته استرالیا ته پرواز مستقیماً سیدني ښار ته شوی دی.

داوائو د فلیپین په سویل کې، د میندانائو ټاپو په ختیځ کې یو له لویو ښارونو څخه دی. د میندانائو د مرکز او جنوب لوېدیځ ځینې سیمې، په تېرو کلونو کې د اسلامي پلوه وسله‌والو ډلو د فعالیتونو شاهدې وې، په ځانګړي ډول هغه سیمې چې اقتصادي لحاظه وروسته پاتې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button