په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په دې ولایت کې د شاولیکوټ ولسوالۍ لپاره د يو نوي اوبو بند د جوړولو چارې پيل شوې دي.
د سیمې چارواکي وایي، دا بند به د سیمې د خلکو او د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر ضد ادارې په مالي مرسته جوړ شي. د دې پروژې ټولیز لګښت درې میلیونه او شپږ لکه افغانۍ اټکل شوی، چې ټاکل شوې په راتلونکو درې میاشتو کې بشپړ شي.
د کندهار د کرنې ریاست ویاند، محمد حنیف حقمل وايي، یاد بند به ۶۴ متره اوږدوالی، ۱۲ متره سور، او ۸ متره لوړوالی ولري، او شاوخوا څلوېښت زره متر مکعبه د اوبو د زېرمې ظرفیت به ولري.
چارواکي وايي، د دغه بند جوړول به د اوبو د کمښت د ستونزې د کمولو، د موسمي اوبو د سم مدیریت، د سېلابونو د مخنیوي، او د کرنیزو ځمکو د ښه خړوبولو لامل شي.
که څه هم د دې ډول پروژو جوړېدل د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا لپاره مهم بلل کېږي، خو په هېواد کې د یو مشروع او ځواب ویونکي ملي ادارې نشتوالی لامل شوی چې ډېرې بنسټیزې پروژې یا ورو پرمختګ ولري یا هم دوامدارې ونه اوسي. د طالبانو اداره هم تر دې دمه د اوبو د کړکېچ او وچکالۍ پراخې ستونزې د هواري پر جامع سیاست کې کوم جدي ګام نه دی اخیستی.




