په شانګهای کې د ځمکې لویې کندې د ښار اصلي سړک وتاړه

د چین رسنیو راپور ورکړی چې د شانګهای په ښار کې یوه ستره ځمکنی کنده ناڅاپه رامنځته شوې او د ښار د یوه مهم سړک یوه لویه برخه یې بشپړه راښکته کړې ده. دغه پېښه د سیمې د تګ راتګ د بندېدو لامل شوې ده.
د سیمې چارواکو ویلي چې دا پېښه پرته له کوم مخکېني خبرداري رامنځته شوې ده او له هغې وروسته د بیړني او تخنیکي چارو ټیمونه سیمې ته استول شوي دي څو د پېښې ځای وڅېړي او د زیان د پراخېدو مخه ونیسي. د چارواکو په وینا، د امنیت د تأمین او د ترافیک د سم مدیریت لپاره لومړني ګامونه اخیستل شوي دي.
تر اوسه د احتمالي تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی. خو د دې کندې د اصلي لامل د معلومولو لپاره څېړنې لا دوام لري.
شانګهای، چې د چین له لویو او ډېر نفوس لرونکو ښارونو څخه ګڼل کېږي، پراخ سړکونه او ښاري بنسټونه لري او د داسې پېښو رامنځته کېدل د ښاري وګړو ورځني تګ راتګ له جدي خنډونو سره مخ کولی شي.




