سياستمهم خبرونه

شمخاني: ايران د هر ډول دښمنانه اقدام د مخنيوي ځواب ته چمتو ده

د ايران د اسلامي جمهوريت د رهبر استازی په د دفاع شورا کې علي شمخاني ويلي، هېواد يې چمتووالی لري چې هر ډول دښمنانه اقدام ته يو مؤثر او مخنيوونکی ځواب ورکړي، او د تهران پيغام په دې برخه کې روښانه او څرګند دی.

شمخاني د الميادين له شبکې سره په مرکه کې وويل، د مقابل لوري له خوا د دښمنانه نيت هر ډول نښه به له متناسب غبرګون سره مخ شي. د ده په وينا، دا غبرګون به يوازې يوې سيمې يا ځانګړې جغرافيا پورې محدود نه وي، او بېلابېل سناريوګانې د ايران په دفاعي محاسبو کې شاملې شوې دي.

هغه ټينګار وکړ چې د مقابلې امکانات يوازې د سمندر ساحې پورې محدود نه دي، بلکې ايران د پراخو سطحو د مقابلې لپاره هم تياری لري. شمخاني زياته کړه چې د سيمې د دفاعي عناصرو پېژندنه د ايران د دفاعي او تهاجمي دکټرين د جوړېدو بنسټ جوړوي.

د ايران د رهبر استازي په دفاع شورا کې همدارنګه وويل، د مقابل لوري عملياتي پلانونه پېژندل شوي دي، او په مناسب وخت کې به داسې ځوابونه ورکړل شي چې د دغو پلانونو د پرمختګ مخه ونيسي. هغه وويل، د هر احتمالي تنش پايلې به د هغه لوري پر غاړه وي چې، د ده په وينا، د ځواک د څرګندولو هڅه کوي.

شمخاني په پای کې خبرداری ورکړ چې د نښتې پراخېدل او د هغې د سيمې نورو برخو ته خپرېدل کولای شي د ټولو اړخونو ګډه اندېښنه شي او بايد په سياسي او امنيتي محاسبو کې په پام کې ونيول شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button