مهم خبرونهنړیوال

شهباز شریف د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ستاینه وکړه

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هریپور پوهنتون په یوې رسمي وینا کې د خېبرپښتونخوا د خلکو له خوا د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او قربانۍ وستایلې او د دوی رول یې د پاکستان په سوله کې مهم وباله.

نوموړي خېبرپښتونخوا یوه میړنۍ صوبه وبلله او ویې ویل چې د دې سیمې اوسېدونکي د کلونو راهیسې له ترهګرۍ سره په جګړه بوخت دي او پدې لاره کې یې خپل قیمتي ژوندونه له لاسه ورکړي دي. د هغه په وینا، دا قربانۍ د هېواد د نسبي ثبات او آرامۍ سبب شوې دي او دا به د تاریخ په حافظه کې پاتې شي.

شهباز شریف دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نوموړي له دې وړاندې څو ځله په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ پر تحریک طالبان پاکستان (TTP) د ملاتړ تورونه لګولي دي. TTP یا تحریک طالبان پاکستان د روان کال په ترڅ کې په خېبرپښتونخوا کې د څو مرګونو بریدونو مسئولیت منلی دی.

په غبرګون کې، طالبانو د TTP د ملاتړ تورونه رد کړي او د پاکستان ناامني یې د دغه هېواد داخلي موضوع بللې. سربېره پر دې، له پخوا د پاکستاني ځواکونو له لوري پر TTP د افغان خاورې دننه د هوايي او راکټي بریدونو تر دعوې وروسته طالبانو ویلي چې دغه بریدونه ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، په نښه کړي دي؛ یوه ادعا چې د دواړو لوریو ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو او د امنیتي همکارۍ د نشتوالي ښکارندویي کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button