سیدعباس عراقچي پاریس ته ورسېد

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي، د چهارشنبې په ورځ د عقرب پر پنځمه نېټه د خپل فرانسوي سیال، ژان نوئل بارو، په بلنه پاریس ته ورسېد.
دا سفر تر هغه وروسته ترسره شو چې عراقچي د هالنډ د هاګ ښار کې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي کنوانسیون د غړو هېوادونو په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ؛ دغه نړيواله غونډه د کیمیاوي وسلو د کارونې پر مخنیوي تمرکز لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې چې په دې لیدنه کې بېلابېل موضوعات وڅېړل شي، چې له هغې جملې څخه د مهدیه اسفندیاري قضیه هم یاده شوې؛ نوموړې د فلسطین د ملاتړ په تور له تېرکال د حوت له لسمې راهیسې په فرانسه کې توقیف شوې وه او تازه مشروط خوشې شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، ویلي چې د دې سفر پر مهال به د دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییزو او نړیوالو تحولاتو په اړه خبرې وشي.
ایراني چارواکو څرګنده کړې چې له دې لیدنې به د فلسطین او لبنان د روانو جګړو، د ایران د اټومي پروګرام او نورو نړیوالو چارو په اړه د اسلامي جمهوري ایران د دریځ د څرګندولو لپاره ګټه واخیستل شي.




