سراجالدین حقانی د پولیسو د ځانګړو ځواکونو له کړنو ستاینه وکړه

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د پولیسو د ځانګړو ځواکونو له امنیتي فعالیتونو ستاینه وکړه. نوموړي دا څرګندونې په هغه مراسمو کې وکړې چې د یادو ځواکونو د تعلیمي سمینار د پای ته رسېدو په مناسبت د دې قطعاتو په مرکزي قوماندانۍ کې جوړ شوي وو.
حقاني وویل چې د ځانګړو ځواکونو وړتیاوې او کړنې نه یوازې د دوستانو له لوري، بلکې د دښمنانو له خوا هم منل شوې دي.
نوموړي د ځانګړو قطعاتو له مسوولینو وغوښتل چې د خپلو رسمي دندو پر مهال له خلکو سره صادقانه، متواضع او محتاط چلند وکړي، او خپلې فزیکي او رواني وړتیاوې د «اسلامي نظام د خوندیتوب» په لور وکاروي. ده ټینګار وکړ چې دا ځواکونه باید د انضباط او اطاعت نمونې وي.
په مراسمو کې د ځانګړو قطعاتو عمومي قوماندان پاسوال امینجان فتحالله د دغو ځواکونو د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ. نوموړي وویل چې د رهبري تمرکز پر روزنه او د ځواکونو امر ته پاملرنه لامل شوې چې ځانګړو قطعاتو د امنیت په برخه کې لاسته راوړنې ولري.
خو له دې خبرو سره سره، د چارو کارپوهان وايي د طالبانو د ادارې له خوا پر نظامي ځواکونو ډېر تمرکز او د زده کړو زیاتوالی په داسې حال کې دوام لري چې افغان ولس له پراخو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دی. ډېری باور لري چې د ملکي اړتیاوو پرته د دې بهیر دوام کولای شي د طالبانو ادارې او ولس ترمنځ واټن زیات کړي.




