مهم خبرونهنړیوال

د سپاه له خوا په خليج فارس کې د يو امريکايي تېلو وړونکي پر هدف د بريد خبر ورکړل شو

د ايران د سپاه پاسداران سمندري ځواک اعلان کړی چې نن د غرمې په مهال يو تېلو وړونکی بېړۍ د «Louise P» په نوم، چې د مارشال ټاپوګانو بيرغ لاندې تګ راتګ کاوه، د خليج فارس په منځ کې د يوې چاودېدونکې بې‌پيلوټې الوتکې له خوا په نښه شوې ده. د سپاه په اعلاميه کې دغه بېړۍ د «امريکا پورې اړوند شتمنۍ» بلل شوې ده.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دا پېښه د خليج فارس په اوبو کې رامنځته شوې ده؛ هغه سيمه چې د نړېوالې انرژۍ د لېږد يوه مهمه لاره ګڼل کېږي او تل د پوځي او امنيتي تاوتريخوالو شاهد پاتې شوې ده.

د سپاه سمندري ځواک تر دې وړاندې هم په اعلاميو کې ويلي وو چې د اسرایيلو او متحده ايالاتو شتمنۍ د ايران د اسلامي جمهوريت د وسله‌والو ځواکونو د مشروعو هدفونو له ډلې ګڼي. تر اوسه د دې پېښې د احتمالي زيانونو او يا د نورو اړخونو د غبرګون په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button