ټولنه‌یزدوهم سرلیکسياست

سیاف د طالبانو د جزايي تګلارې سخت نقد وکړ

عبدالرب‌الرسول سیاف، د افغانستان د پخوانیو جهادي مشرانو له ډلې څخه، د طالبانو د ادارې د جزايي اصول‌نامې د خپرېدو په غبرګون کې له دې ډلې حاکمانو غوښتي چې د دیني احکامو په پلي کولو کې له خدایه وډار شي او د اسلام مفاهیم په ناسمه بڼه وړاندې نه کړي.

سیاف دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ، د دلو پنځمه نېټه، په هغه پیغام کې وکړې چې په خپل فېسبوک پاڼه کې یې خپور کړی. نوموړي ټینګار کړی چې اسلام د عدالت او انصاف دین دی او بنسټ یې د ټولنې د زیان منونکو کسانو د ملاتړ پر اصولو ولاړ دی.

د هغه په وینا، که د دیني متونو له مخې کوم امتیاز ټاکل شوی وي، دا امتیاز د «غریبان او بې‌وسه» کسانو لپاره دی، نه د «بډایو، پانګه‌والو او خوانینو» لپاره. دا څرګندونې په ضمني ډول د طالبانو د ادارې د جزايي تګلارو په ناعادلانه تمایل اندېښنه څرګندوي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو ادارې جزايي او قضایي اصول‌نامې د دیني او ټولنیزو کارپوهانو له پراخو غبرګونونو او اندېښنو سره مخ شوي، او منتقدان یې دا تګلارې د اسلام د عدالت‌محور روحیې او د هېواد د اوسېدونکو له بنسټیزو حقونو سره په ټکر کې بولي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button