د سعودي عربستان او امارات ګډ نظامي پلاوی عدن ته رسېدلی

د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان او د امارات متحده عربي اماراتو يو ګډ نظامي پلاوی عدن ښار ته رسېدلی، چې دا ښار د دوی له ملاتړه برخمنې یمني حکومت د مرکزي دفتر په توګه کاروي. دغه سفر له هغه وروسته شوی، چې د يمن په ختيځو ولايتونو لکه المهرة، حضرموت، او شبوه کې تازه تاوتريخوالی رامنځته شوی دی.
ويل شوي چې د دغه پلاوي د سفر هدف د رياض او ابوظبي تر نفوذ لاندې ځواکونو ترمنځ د اختلافاتو کمول او د انصارالله غورځنګ پر ضد د پوځي عملياتو د همغږۍ زياتول دي. په وروستيو ورځو کې د جنوبي انتقالي شورا ځواکونو، چې د امارات له ملاتړه برخمن دي، د يمن ختيځ کې يو شمېر مهمې سيمې او د نفتو تأسيسات تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
په ورته وخت کې، نبیل الحدا، چې په يمن کې د يوې د بشري حقونو د مرکز مشري پر غاړه لري، ويلي چې د سعودي عربستان او اماراتو ترمنځ روان رقابت نور له همکارۍ واوښت او اوس د نفوذ جګړه ده. هغه زياته کړې، هغه څه چې په يمن کې روان دي، يوازې يوه کورنۍ جګړه نه ده، بلکې دا سيمهييز رقابتونه دي.
الحدا ادعا وکړه چې امارات هڅه کوي، څو د يمن په ستراتيژيکو ټاپوګانو کې دایمي حضور ولري، خو سعودي غواړي په حضرموت کې خپل نفوذ پراخ کړي. شنونکي دا ګامونه د دواړو هېوادونو اوږدمهاله رقابت بللی دی.
له بلې خوا، د جنوبي انتقالي شورا يوې سرچينې هغه راپورونه رد کړي چې ګني دغه شورا خپلې ځواکونه له حضرموت څخه ويستلي، او ويلي يې دي چې د جنوبي ځواکونو د حضور کمولو په اړه هېڅ رسمي بحث نه دی شوی.




