د سعودي اړوندو ځواکونو د يمن د المهره ولايت پوځي اډې تر خپل کنټرول لاندې راوستې

د يمن په المهره ولايت کې، چې د دغه هېواد ختيځ سرحدي سيمه ده، سعودي عربستان پورې اړوند ځواکونو د ټولو پوځي اډو کنټرول تر لاسه کړی دی. دا پرمختګ د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو تر منځ د دوامدارو اختلافاتو په ترڅ کې رامنځته شوی دی.
د سيمه ييزو رسنيو د راپور له مخې، د رياض پورې اړوند ځواکونو ځای پر ځای کېدل وروسته له هغو شوي چې د سعودي پلوه عناصرو او د اماراتو ملاتړ شويو ډلو تر منځ نښتې رامنځته شوې وې. سرچينې وايي، اوس د ولايت د پوځي سيمو امنيتي وضعيت په بشپړ ډول د سعودي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.
ځايي چارواکو خبرداری ورکړی چې د هغو کسانو پر ضد، چې د المهره پوځي اډو پر بريدونو کې ښکېل وو، به قانوني اقدامات وشي، خو د دغو اقداماتو ماهيت او جزئيات نه دي څرګند شوي.
په وروستيو ورځو کې سعودي عربستان له حضرموت او المهره ولايتونو څخه د جنوبي انتقالي شورا پورې اړوند ځواکونه، چې د اماراتو ملاتړ لري، لېرې کړي او هڅه کوي خپل نفوذ د يمن ختيځ ته وغځوي. دا بهير د دواړو پخوانيو متحدانو تر منځ سيالي لا پياوړې کړې ده، په داسې حال کې چې يمن لا هم له کړکېچ سره مخ دی.




