د سعودي ملاتړو ځواکونو د عدن په وروديونو کې تر نښتو وروسته ځای پر ځای شوي

د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو تر ملاتړ لاندې ډلو تر منځ د پوځي تنشونو له زیاتېدو وروسته، د رياض پورې تړلي ځواکونه د عدن ښار په ورودي برخو کې ځای پر ځای شوي دي. دا اقدام له سختو نښتو وروسته شوی چې د ښار په ګڼو سیمو کې د دواړو خواوو تر منځ رامنځته شوې وې.
یو باخبره یمني سرچینه رسنیو ته ویلي، هغه جنګیالي چې د ځانمرست حکومت له چوکاټ سره تړاو لري او د سعودي ملاتړ تر لاسه کوي، د امارات پورې تړلو ځواکونو سره له نښتو وروسته د عدن د ورودیونو او ځینو حساسو سیمو کنټرول خپل کړی دی.
د راپورونو له مخې، د امارات ملاتړو ځواکونو هڅه کوله چې د شائع الزنداني په مشرتوب د ځانمرست حکومت ودانۍ ته ننوزي؛ خو دا هڅه د دواړو خواوو تر منځ د تاوتریخوالي زیاتېدو لامل شوه. په همدې وخت کې د «سپر وطن» په نوم ځواکونه چې د سعودي تر سیوري لاندې فعالیت کوي، د خور مکسر او کریتر په ښارونو کې ځای پر ځای شوي څو له خپلو دریځونو د وسلوالو خوځښتونو پر وړاندې دفاع وکړي.
دغه ځواکونه همدارنګه د لحج ولایت په الوهط سیمه کې ځای پر ځای شوې دي. د پنجشنبې د ورځې نښتو له امله یو تن وژل شوی او لږ تر لږه ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
په بل بدلون کې، د سعودي ځواکونه له دې وړاندې د شبوه ولایت مرکز، عتق ښار ته هم داخل شوي وو. دا اقدام د سعودي عربستان او له هغې سره د همغږي حکومت لهخوا د امنیتي او پوځي هڅو برخه بلل کېږي، څو د امارات او د هغې تر نفوذ لاندې ډلو سره د اختلافاتو له زیاتېدو وروسته په جنوبي ولایتونو کې خپل نفوذ بېرته ترلاسه کړي.




