ټولنه‌یزمهم خبرونه

د عربستان له لوري په پکتيا کې د زر خوراکي بستو وېش

د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفارت ويلي، د ملک سلمان د بشري مرسته او امدادي چارو مرکز د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو، د دلوۍ په ۲۹ او ۳۰ نېټه، په پکتيا ولايت کې زر خوراکي بستې وېشلي دي.

د سفارت د خبرپاڼې له مخې، دا مرستې د «التوحيد» بنسټ په همکارۍ اړمنو کسانو ته رسېدلې دي. له دغو ټوليزو بستو څخه ۴۴۳ بستې د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې او ۵۵۷ نورې په زرمت ولسوالۍ کې اړمنو کسانو ته ورکړل شوې دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، دغه بهير د «په افغانستان کې د خوړو امنيت او بېړنيو مرستو» د طرحې په چوکاټ کې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره عملي کېږي. دا پروژه د عربستان د بشردوستانه پروګرامونو يوه برخه ده، چې موخه یې په افغانستان کې له زيانمنو کورنيو سره مرسته ده.

دغه راز، ياد مرکز د سه‌شنبې په ورځ، د دلوۍ په ۲۸ نېټه، په خوست ولايت کې هم زر خوراکي بستې وېشلې وې. د ملک سلمان بنسټ سربېره پر دې د رمضان مبارک مياشتې په اړه د نېټو وېش بهير هم د هغو مهاجرانو ترمنځ پيل کړی، چې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې ميليونونه افغانان لا هم بېړنيو بشردوستانه مرستو ته اړتيا لري؛ داسې وضعيت چې په وروستيو کلونو کې د فقر، بې‌کارۍ او پراخو ټولنيزو محدوديتونو له امله لا پسې سخت شوی او د طالبانو اداره تر اوسه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د اقتصادي کړکېچ د راکمولو اغېزناک ځواب نه‌دی وړاندې کړی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button