سعودي عربستان مزارشريف ته بېړنۍ بشري مرستې واستولې

سعودي عربستان اعلان کړی چې د افغانستان د بلخ ولايت، په ځانګړي ډول مزارشريف ښار زلزلهځپلو ته بېړنۍ بشري مرستې لېږلي دي. د سعودي چارواکو په وينا، دغه مرستې د دغه هېواد د پادشاه او وليعهد په امر، د دوشنبې د شپې د زلزلې له امله چې د خلم ولسوالۍ کې رامنځته شوه، استول شوې دي.
د سعودي رسمي خبري آژانس «الاخباريه» د چهارشنبې په ورځ، د لړم ۱۴مه، راپور ورکړی چې دغو مرستو کې د خوراکي توکو سربېره بېړني تجهيزات شامل دي چې د سعودي د مرستو او بشري فعاليتونو مرکز له لارې افغانستان ته استول شوي.
دغه زلزله چې شدت يې ۶.۳ درجې وو، د بلخ ولايت خلم سيمه يې لړزولې، د ګڼ شمېر استوګنيزو کورونو د ويجاړۍ لامل شوې. راپورونه ښيي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي او تر ۹۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
په داسې حال کې چې نړيوالې مؤسسې او يو شمېر هېوادونه د مرستو استولو اقدام کړی، د طالبانو اداره د مرستو د مدیریت له امله د غېر شفافيت او کمزوري عواملو له کبله له کورنيو او نړیوالو نيوکو سره مخ شوې. همداراز، د مرستو د رسولو ورو بهير د سيمې اوسېدونکو کې اندېښنې راپارولي دي.
د زلزلهځپلو سيمو د بحراني وضعیت په پام کې، د مرستو ادارو له طالبانو غوښتنه کړې چې اړمنو ته د مرستو بېطرفانه او چټک رسېدو زمينه برابره کړي.




