مهم خبرونهنړیوال

د سعودي عربستان او آلمان او امریکا د سيمې د تحولاتو په اړه سلا مشورې وکړې

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان د آلمان او متحده ایالاتو له بهرنيو چارو له وزيرانو سره په جلا خبرو کې د سيمې د وروستيو تحولاتو او د هغوی د امنيتي پایلو په اړه خبرې کړې دي. دا سلا مشورې د سيمې د لوړو تنشونو او متقابلو بريدونو له زياتېدو وروسته ترسره شوې دي.

د سعودي د بهرنيو چارو وزارت د رسمي اعلامیې له مخې، فيصل بن فرحان د آلمان له بهرنيو چارو وزير يوهان وادفول سره د سيمې د امنيتي وضعیت او د رياض او برلين ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو په اړه خبرې کړې دي. دواړه لوري د ګډو همکاریو د پياوړتيا پر لارو هم بحث کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د آلمان د بهرنيو چارو وزير د ایران هغه بریدونه غندلي چې د امریکا پر پوځي اډو په سعودي عربستان کې شوي دي، او له رياض سره يې د خپل هېواد همبستګي څرګنده کړې ده. نوموړي همدارنګه د سيمه ييزو او نړيوالو هڅو د پراختيا پر اړتيا ټينګار کړی ترڅو سولې او ثبات ته وده ورکړل شي.

په عین وخت کې، د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير د متحده ایالاتو له بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو سره د ټليفوني اړیکې له لارې هم پر روانو تحولاتو خبرې کړې دي. په دې تماس کې د سعودي عربستان او سيمې د امریکایي پوځي اډو پر بريدونو، او همدارنګه د سعودي عربستان د امنيت، د هغه د وګړو او مېشتو کسانو د ساتنې پر موضوع بحث شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button