د عربستان لهخوا دوه زره خوراکي بستې په لغمان او کنړ کې ووېشل شوې

د سعودي عربستان سفارت په کابل کې اعلان کړی چې د ملک سلمان د بشري مرستو او خيريه مرکز په دوو پړاوونو کې دوه زره خوراکي بستې د لغمان او کنړ په ولايتونو کې وېشلې دي.
د سفارت د خبرپاڼې له مخې، دغه مرستې د پنجشنبې د ورځې په اووم او د يکشنبې په لسم د حوت نېټه په لغمان ولايت د مهترلام ښار او د کنړ ولايت د سعدآباد ښار کې اړمنو خلکو ته سپارل شوې دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په هر ولايت کې يو زره خوراکي بستې وېشل شوې دي.
سفارت زياته کړې چې دا ګام د افغانستان لپاره د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ ميلادي کلونو د خوراکي امنيت او بېړنيو مرستو د پروژې په چوکاټ کې ترسره شوی دی. د دې پروژې موخه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د اړمنو کورنيو ملاتړ بلل شوی دی.
د ورکړل شوو معلوماتو پر بنسټ، د ياد مرکز د خوراکي مرستو اندازه په تېرو دوو مياشتو کې زياته شوې ده. همدارنګه د رمضان د مياشتې په پیل کې، د افغان اتباعو لپاره د خرما وېش هم د همدې بنسټ له خوا پيل شوی و.




