سعودي عرب افغانستان ته د کرنې د ودې لپاره يو ميليون ډالر مرسته کوي

نړیوال سرې صلیب ویلي چې له افغانستان لپاره له بشري مرستو صندوق سره یې یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې یې سعودي عربستان به یو میلیون ډالر د افغانستان د کرنیزې برخې د ښه والي او د خوړو د ناامنۍ د کمولو لپاره ځانګړي کړي.
دا مالی مرسته د افغانستان لپاره د بشري مرستو صندوق له لارې ورکول کېږي، چې د اسلامي پراختیایي بانک تر مدیره لاندې فعالیت کوي. دا صندوق د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د بېړنۍ ناستې په ترڅ کې، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د دسمبر په میاشت کې د پاکستان په اسلامآباد ښار کې وشوه، جوړ شو. د یاد صندوق موخه بشري مرسته، د اساسي اړتیاوو پوره کول، د افغانانو د ځان بسیاینې توان لوړول، او د پراختیا هڅول ښودل شوي دي.
نړیوال سرې صلیب وايي چې کرنه د افغانستان د اقتصاد لويشت برخه جوړوي او شاوخوا ۸۰ سلنه خلک پر دې برخه پورې تړلي دي. دا پروژه د بزګرانو د عوایدو لوړولو او د کرنیزو بنسټونو د بیا رغونې لپاره ده، چې د “نغدي معاش په بدل کې د کار” له پروګرامونوسره پلي کېږي.
د دې پروژې له مخې، له لس زرو زیاتو کسانو ته مستقیمه مرسته رسېږي، ۷۶۱ کروندګرو کورنیو ته مالي ملاتړ ورکول کېږي، او ۶۳ تنو ته په ختیزو، شمالي او شمال ختیزو سیمو کې د کر، آفتونو د کنټرول او اوبهخورۍ په برخو کې تخنیکي روزنه ورکول کېږي.
همداراز، ټاکل شوې چې تر ۵۰۰ ډېر کسان د پایدارو پروژو لکه د اوبهخورۍ د سیستم بهبود او د ځمکې د ساتنې په برخو کې وګومارل شي. د دغو پروګرامونو اصلي تمرکز د زیاتېدونکي خوړو ناورین پر وړاندې لنډمهاله کاري فرصتونه او د خلکو زغم لوړول دي.
کاترینا ریتز، په افغانستان کې د صلیب سرې ډلې مشره وايي، دا مرسته نه یوازې د سمدستي خوړو برابرولو کې مرسته کوي، بلکې کروندګرو ته د توان ورکولو له لارې کولای شي د ټولنې د دوامدارې ثبات او پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.
په ورته وخت کې، ډاکټر ولید عبدالوهاب، په ترکیه کې د اسلامي پراختیایي بانک د سیمهییز دفتر مشر، له سعودي صندوق مننه وکړه او ویې ویل چې دا همکاري ښيي چې له جدي بشري بحرانونو سره د مقابلې لپاره د ګډ کار ظرفیت شته.
افغانستان دا مهال له سختو اقتصادي محدوديتونو سره مخ دی او له نړیوالو دوامدارو او مؤثرو مرستو پرته د خلکو وضعيت لا پسې خرابېږي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د حساب ورکونکو ملي جوړښتونو نه شتون له امله دا ډول مرستې کولای شي پر زیانمنو خلکو د روان فشار کچه لږه کړي.




