مهم خبرونهنړیوال

د سعودي هوايي بریدونه په جنوبي یمن کې؛ تر ۲۵ زیات کسان وژل شوي او ټپیان دي

ځايي سرچینې په جنوبي یمن کې وايي، د سعودي عربستان د هوايي بریدونو له امله په هغو سیمو کې چې د جنوبي انتقالي شورا تر ولکې لاندې دي، لږ تر لږه ۲۵ تنه، په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، وژل شوي او ټپیان شوي دي. دا بریدونه د الضالع ولایت د زبيد ولسوالۍ په نښه کړې ده.

د راپورونو له مخې، د سعودي هوايي ځواک پر دې سیمه شاوخوا ۱۵ بریدونه کړي دي. زبيد د جنوبي انتقالي شورا د مشر، عیدروس الزبیدي، ټاټوبی بلل کېږي او د دې هېواد د سویلي برخې په پوځي بدلونونو کې د مهمو سیمو له ډلې ګڼل کېږي.

د المیادین شبکې راپور ورکړی چې د سعودي جنګي الوتکو په تیرو ساعتونو کې په الضالع ولایت کې بېلابېل اهداف بمبار کړي دي. د بریدونو شدت ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله اړولې او د سیمه‌والو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د دې پېښې په غبرګون کې، د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف ویاند ویلي چې دا بریدونه د «مخنیوي» په موخه ترسره شوي دي. د هغه په وینا، عیدروس الزبیدي خپلو ځواکونو او پوځي وسایلو، چې سپک او دروند وسلې او مهمات پکې شامل وو، د حدید او صولبان له قرارګاه‌ګانو څخه الضالع ته انتقال کړي وو.

سعودي ائتلاف ویلي چې دا بریدونه د نن سهار وختي ترسره شوي تر څو د جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي. همدارنګه د جګړې له سیمو د استوګنو غوښتنه شوې چې د عدن او الضالع پوځي قرارګاه‌ګانو ته مه نږدې کېږي او د خپل خوندي پاتې کېدو لپاره له وسلوالو وسایطو لرې واوسي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button