اقتصادمهم خبرونه

د سروبي د ۲۲.۷۵ ميګاواټه لمريزې برېښنا پروژه رسماً پرانيستل شوه

د برشنا شرکت د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۲۲.۷۵ ميګاواټه لمريزې برېښنا د توليد پروژه په سروبي ولسوالۍ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. دا پروژه په يوې غونډه کې په کابل کې پرانيستل شوه او د مسؤلينو په وينا، د هېواد د برېښنا د توليد د زياتوالي د هڅو يوه برخه ده.

په دې مراسمو کې د طالبانو د رئيس‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وويل، افغانستان د استوګنې د کورونو د برېښنا اړتيا لپاره له پنځه زره ميګاواټه زياتې برېښنا ته، او د صنعتي برخې لپاره له لس زره ميګاواټه زياتې برېښنا ته اړتيا لري. نوموړي دا شمېرې د هېواد د واقعي اړتيا او موجودې ظرفيت تر منځ د پراخې تشې نښه وبللې.

حنفي دا هم ادعا وکړه چې د طالبانو د واکمنۍ له پيل وروسته، يوازې په يوه کال کې د ۱۲۰۰ ميګاواټه څخه زياتې برېښنا د توليد لپاره پانګونه شوې ده؛ خو د دې ادعا عملي جزئيات او څرګندې پايلې په خپلواکه توګه نه دي وړاندې شوي، او لا هم د شفافيت او د دوامدارې برېښنا د ترلاسه کولو په اړه جدي پوښتنې شته.

د برشنا شرکت مسؤلين وايي د سروبي لمريزه برېښنا پروژه د ترکيې د “۷۷” ساختماني شرکت له‌خوا، د يوې کورنۍ کمپنۍ په همکارۍ تطبيق شوې ده. سره له دې چې پروژه پيل شوې، کارپوهان ټينګار کوي چې د نوې‌کېدونکې انرژۍ پراختيا بې له يو هراړخيز پروګرام، د قراردادونو له شفافيت او مؤسسو د حساب ورکونې پرته، نه شي کولای د برېښنا د دايمي کمښت ستونزه حل کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button