روغتيامهم خبرونه

د سردار داوود خان روغتون کې د زړه د علومو انستیتوت د پرانیستې ته نژدې شوی

د کابل په شهید سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون کې د زړه د علومو انستیتوت ډېر ژر پرانیستل کېږي. دا یو تخصصي مرکز دی چې د زړه د ناروغیو اړوند ټولې برخې به پکې ځای پر ځای شي او د تشخیص، درملنې او مسلکي زده کړو خدمتونه به وړاندې کوي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا مرکز د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزارت له خوا د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی او اوس د بشپړېدو په درشل کې دی. ویل کېږي چې په دې انستیتوت کې پرمختللي طبي وسایل نصب شوي او د هېواد دننه او بهر متخصص ډاکتران به په بېلابېلو څانګو کې فعالیت کوي.

مسوولین وایي، د دغه مرکز جوړېدو موخه د زړه د ناروغیو د درملنې د ظرفیت لوړول او د ډاکترانو لپاره د مسلکي زده کړو زمینه برابرول دي. د زړه ناروغۍ په هېواد کې له ډېرو عامو ناروغیو څخه شمېرل کېږي او د تخصصي مرکزونو کمښت یوه جدي ستونزه بلل شوې ده.

خو تر اوسه پورې دا روښانه نه ده چې د دې انستیتوت د خدمتونو د ترلاسه کولو څرنګوالی، د ناروغانو د درملنې لګښتونه او د لګول شوې بودجې د څار شفاف میکانیزم به څنګه وي؛ یو موضوع چې د ناروغانو او د هغوی د کورنیو لپاره خورا مهمه بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button