د صنعاء چارواکی: د اسراییلو نفوذ د ځینو عربي حکومتونو د انحصار پایله ده

عبدالواحد ابورأس، د صنعاء میشت حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، ویلي چې د اسراییلو اعلان د سومالیلنډ د خپلواک هېواد په توګه پېژندو په چوکاټ کې د «نوي منځني ختیځ» منصوبې یوه برخه ده.
هغه د یمن له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې په سیمه کې د اسراییلو د نفوذ لارې د هغو عربي حکومتونو د بهرني اتکا او تړلتیا سیاستونو پایله ده؛ هغه سیاستونه چې د ده په باور، د لا زیاتو لاسوهنو زمینه برابره کړې ده.
د صنعاء دغه چارواکي همدارنګه امریکا د دې بهیر شریک وبلله او ویې ویل، وروستۍ څرګندونې ښيي چې واشنګټن او اسراییل خپل رولونه یو له بل سره وېشلي دي؛ هغه لوری چې د ده په وینا، د سیمې پر ثبات مستقیم اغېز لري.
ابورأس د ځینو عربي حکومتونو له لوري یوازې د اعلامیو په خپرولو بسنه هم وغانده او دغه چلند یې له مسؤلیت څخه تېښته وبلله. هغه خبرداری ورکړ چې د داسې وضعیت دوام کولای شي د بهرنۍ لاسوهنې او د عربي نړۍ د تجزیې پروژو د پراختیا لامل شي.




