اقتصادمهم خبرونه

د سميع يوسفزي غبرګون د ملا يعقوب د پانګه‌والو د بېرته راستنېدو بلنې ته

د طالبانو د دفاع وزير ملا يعقوب مجاهد له افغان پانګه‌والو غوښتي چې خپلې شتمنۍ له بهر څخه هېواد ته ولېږدوي. خو سميع يوسفزی، پېژندل شوی خبريال، د نجونو د زده‌کړو د بنديز دوام ته په اشارې سره، دا موضوع د پانګونې پر وړاندې يوه جدي ستونزه بللې ده.

يوسفزي په خپل اېکس (پخواني ټويټر) پاڼه کې ليکلي چې هېڅ عاقل پانګه‌وال به هغه هېواد ته ستنېدلو ته زړه ښه نه کړي چې نجونې پکې له ښوونځي تلو محرومې وي. ده ټينګار کړی چې د پانګه‌والو لپاره د خپلو ماشومانو راتلونکی او زده‌کړه لومړيتوب لري، او د دې بنسټيز حق له تأمين پرته د هېواد پر راتلونکي باور ګران کار دی.

دغه خبريال زياته کړې چې د نجونو د زده‌کړو بنديز، په ځانګړي ډول په طبي برخو لکه طب او نرسانې کې، د پانګه‌والو د لا زيات نااميدۍ سبب شوی. د هغه په وينا، په داسې حالاتو کې هېڅوک نه غواړي د خپلې کورنۍ راتلونکی له خطر سره مخ کړي.

اوس مهال، د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده‌کړې بندې دي او د پوهنتونونو دروازې لا هم پرې تړلې پاتې دي. سره له دې چې د طالبانو چارواکي بار بار د هېواد د امنيت د تامين خبره کوي، خو ډېر افغان متخصصين او نړيوال بنسټونه باور لري چې د تعليمي محدوديتونو دوام او د مسلکي کسانو کمښت په مستقيم ډول د هېواد پر اقتصاد او د پانګونې پر راجلبېدو منفي اغېزه کړې ده.

اقتصادي کارپوهان وايي، دوامداره پانګونه د حقوقي ثبات، د زده‌کړو لاسرسي او د بشري ځواک د راتلونکي د تضمين غوښتنه کوي — هغه موارد چې د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button