زلزله ځپلي سمنگان وال لا هم بې سرپناه پاتې دي

د سمنگان ولایت د عقرب پر ۱۲مه نېټه د زلزلې له امله زیانمن شوي خلک تر څو اوونیو وروسته لا هم له مناسب سرپناه پرته ژوند کوي او د ژمنه شویو مرستو نه رسېدو له امله شکایت لري.
د زلزلې ځپلو سیمو اوسېدونکي وايي چې د ژمي د سړې هوا له رارسېدو سره، د کورونو ورانېدل یې ستونزې لا زیاتې کړي دي. دوی ټینګار کوي چې په ژمي کې ژوند په خېمو کې امکان نه لري او کورنۍ له جدي خطرونو سره مخ دي.
په ورته وخت کې، د سمنگان سیمه ییز چارواکي وايي چې د بشري مرستو جذبولو هڅې روانې دي، خو دغه مرستې تر اوسه پراخې زلزله ځپلو ته نه دي رسیدلي. د سمنگان د والي ویاند فضل الرحمن عثماني ویلي چې د زلزلې په لومړیو ورځو کې د خلکو بنسټیز ضرورتونه پوره کړای شوي وو.
د یادونې وړ ده چې د عقرب پر ۱۲مه نېټه زلزله، چې مرکز یې د خُلم ولسوالۍ وه، یوازې دغه ولسوالۍ نه بلکې د حضرتسلطان، فیروزنخچیر، درهصوف بالا، درهصوف پایین او د سمنگان مرکز ته هم تاوان رسولی دی؛ دا هغه سیمې دي چې اوسېدونکي یې لا هم د طالبانو حکومت او نورو مسوولو ادارو له لوري د عملي اقداماتو او مؤثر ځواب غوښتونکي دي.




