زورور زلزله په سمنگان کې د ۸ کسانو ژوند واخیست

د تېرې شپې شاوخوا ۱ بجې يو زورور زلزله چې شدت یې ۶.۳ درجې ريشتر بلل شوی، د افغانستان شمالي ولایت سمنگان ولړزاوه. د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي او نژدې ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي. د زلزلې مرکز د خُلم ولسوالۍ ښودل شوی او د آمریکا د جیولوژي ادارې په وینا، دا زلزله ۲۸ کیلومتره ژوروالی درلود.
د سمنگان د صحت عامې ریاست وایي، له وژل شویو تنو څخه یو تن په مرکز، شپږ تنه په خُلم ولسوالۍ او یو بل تن په حضرت سلطان ولسوالۍ کې وژل شوي دي. سربېره پردې، له ټپیانو څخه له سلو زیات تنه د ولایت په مرکز، له اویا ډېر په خُلم او پینځلس تنه په حضرت سلطان ولسوالۍ کې ټپیان شوي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې له پېښې وروسته یې د ۲۰۹ الفتح قول اردو پورې اړوند د ژغورنې ډلې د مرستې لپاره زیانمنو سیمو ته استولي دي. وزارت زیاتوي چې امنیتي ځواکونه د ژغورنې، ژوبلو انتقال او د زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې کارونه کوي. خو تر دې دمه خپلواکو سرچینو د دغو مرستو کیفیت یا پراخوالي په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو د خپل ویاند، ذبیحالله مجاهد، له لارې یوه رسمي اعلامیه خپره کړې، چې پکې یې د بلخ، سمنگان او بغلان ولایتونو کې د زلزلې له امله د بشري تلفاتو او مالي زیانونو له امله خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې اړوند مسوولین د خلکو سره د مرستو په حال کې دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره تل د طبیعي پېښو پر وړاندې د ناکافي غبرګون، د بیړنیو مرستو د سیسټمونو نشتوالی او د مرستو د شفافیت د نشتوالي له امله له نیوکو سره مخ ده.
دا تازه زلزله، سره له دې چې شدیده وه، یو ځل بیا د هېواد د شمالي سیمو د بنسټیزو جوړښتونو کمزورتیا، او د مسوولو ادارو د بحراني حالتونو پر وړاندې د مقابلې نشتوالي ته پام اړولی؛ یوه ستونزه چې د حساب ورکوونکي حکومت په نشتون کې د دغو سیمو اوسېدونکو ته درانه تاوانونه اړوي.




