امنیت او پېښېمهم خبرونه

د سالنګ لاره د مسافر وړونکو موټرو پرمخ بېرته پرانیستل شوه

د طالبانو د عامه ګټو وزارت وايي چې د افغانستان له مهمو ترانزیتي لارو څخه یوه، د سالنګ لاره، د سه‌شنبې په ورځ د دلو د میاشتې په اوومه نېټه بيا د مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوې ده.

د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس د دې خبر د اعلان پر مهال ویلي چې د مسافر وړونکو موټرو تګ راتګ په دې لاره کې بېرته پيل شوی او هلې ځلې د ترافیکي جریان د خوندي کولو لپاره روانې دي.

د سالنګ لاره د تېرې اوونۍ د چهارشنبې له سهاره د سختو واورو اورېدو او طوفان له امله تړل شوې وه، چې له دې امله د هېواد د شمالي او مرکزي ولایتونو ترمنځ تګ راتګ څو ورځې له ستونزو سره مخ شو.

سالنګ د افغانستان له مهمو مواصلاتي شاهراهونو څخه ګڼل کېږي چې د دې لارې بندېدل، په ځانګړي ډول د ژمي په فصل کې، همېشه د خلکو، د توکو د لېږد او د خدمتونو د لاسرسي لپاره جدي ستونزې رامنځته کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button