د سالنګ لاره د مسافرو د موټرو پرمخ بېرته پرانېستل شوه

د طالبانو تر ادارې لاندې د عامه ګټو وزارت وايي، د سالنګ لاره له يوې شپې ورځې تړل کېدو وروسته، اوس د دواړو لوريو د مسافرو د موټرو پرمخ بېرته پرانېستل شوې ده.
د دې وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس، په ټولنیزه شبکه ایکس کې ویلي چې د دې کوهستاني لوري تګ راتګ بېرته پيل شوی او تخنیکي ډلې په سیمه کې حضور لري.
د نوموړي په وينا، د واورو د ډېرو سيمو پاککاري لا هم روانه ده څو د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ زمینه هم برابره شي؛ يو اقدام چې د شمالي ولايتونو د اوسېدونکو د ورځنيو اړتیاوو او د توکو د لېږد له پلوه بنسټيز اهميت لري.
دوه ورځې مخکې، د يکشنبې په سهار د قوس په ۳۰مه نېټه، د درندې واورې ورېدو او د ښويېدو خطرونو له امله دا لار لنډمهاله تړل شوې وه.
دغه حالت داسې مهال رامنځته شوی چې په وروستيو دوو شپو او ورځو کې د هېواد زيات شمېر لوېديځ او شمالي ولايتونه د واورې ورېدو او د تودوخې د پام وړ کمېدو شاهدان وو؛ هغه وضعيت چې له دې مخکې يې د هرات او بادغیس په ولايتونو کې هم د ځينو عامو لارو لنډمهاله بندښت رامنځته کړی و.
اوسېدونکي او موټر چلوونکي تل د دې حياتي لارې د تکراري تړل کېدو له امله نيوکه کوي او له طالبانو غوښتنه کوي چې د سالنګ د ژمنۍ ادارې لپاره اغېزمنه پلان جوړونه وکړي او د هغې د بندېدو له اقتصادي او انساني زيانونو راکمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.




