د برف او طوفان له امله د سالنګ لاره وتړل شوه

د طالبانو د ادارې تر واک لاندې د عامه ګټو ریاست اعلان کړی چې د چهارشنبې په سهار د سهار په ۵:۲۰ بجو، د دلوې میاشتې په لومړۍ نېټه، د درنو واورو، طوفان او د لید ساحې د محدودېدو له امله د سالنګ تګلاره په بشپړ ډول د ټولو وسایطو پر مخ بنده شوې ده. دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بندښت موقتي دی او د دوی تخنیکي ډلې د لارې د پاکولو او د تګلارې د بېرته پرانیستو لپاره په سیمه کې حضور لري. په خبرپاڼه کې له هېوادوالو غوښتنه شوې چې تر بلې خبرتیا پورې د سالنګ پر لور سفر ونه کړي او خپل سفرونه مناسب وخت ته وځنډوي. د دغه ریاست په وینا، د هواپېژندنې وړاندوینه ښيي چې د پنجشنبې تر ورځې پورې به د واورې ورښت او طوفان په سالنګونو کې دوام ولري، چې دا به د دې مهمې لارې د بېرته پرانیستو بهیر له ځنډ سره مخ کړي، دا لاره د افغانستان د شمال او مرکز ترمنځ یو حیاتي تړاو ګڼل کېږي.




