امنیت او پېښېمهم خبرونه
د سالنګ لويه لاره د مساپرو پر مخ بيا پرانيستل شوه

د عامه کارونو وزارت اعلان کړی چې د درنو واورو له امله څو ساعته له بندېدو وروسته، د سالنګ لويه لاره اوس د ټولو مساپر وړونکو وسایطو لپاره بيا پرانيستل شوې ده.
د دغه وزارت په وينا، د دوشنبې شپې له سختو واورو سره د دغه مهمې لارې ترافیکي بهير په بشپړه توګه درېدلی و. دا لاره د هېواد شمال او جنوب سره نښلوي او د خلکو د تګ راتګ او د مالونو د لېږد په برخه کې مهمه ونډه لري.
د عامه کارونو وزارت چارواکو زياته کړې چې دا مهال د بار وړونکو وسایطو څخه پرته له درنو تيلر موټرو، نورو ته د شمال نه جنوب ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده او د لارې د بشپړې پاکۍ چارې روانې دي.
وزارت ټينګار کړی چې هڅې روانې دي تر څو د تيلر موټرو د تېرېدو لپاره هم اسانتياوې برابرې شي، څو د سالنګ پر لويه لاره تګ راتګ په بشپړ ډول عادي حالت ته را وګرځي.




