امنیت او پېښېمهم خبرونه

د واورې تر پاک‌کارۍ وروسته د سالنګ لویه لار بېرته د ترافیک پرمخ پرانستل شوه

د طالبانو د عامه ګټو وزارت وايي چې د واورو تر پاکولو وروسته د سالنګ لویه لار بېرته د ترافیک پرمخ پرانستل شوې او د مسافرو د لېږد وسایطو تګ راتګ بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

د دغه وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس ويلي، دا مهال د مال وړونکو موټرو د تېرېدو اجازه هم د شمال لوري څخه تر جنوب پورې د سالنګ له لارې ورکړل شوې ده؛ هغه لار چې د هېواد د شمالي ولایتونو د مرکز سره د نښلولو مهم رول لري.

نوموړي زياته کړې چې د واورو د پاکولو چارې يوازې د سالنګ سیمې پورې محدودې نه وې، بلکې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم روانې دي.

د عامه ګټو وزارت د معلوماتو له مخې، په بامیان، میدان وردګ، سرپل او غور ولایتونو کې هم یو شمېر مواصلاتي لارې له واورو پاکې شوې او بېرته د ترافیک پرمخ پرانستل شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button