سياستمهم خبرونه

سعيد خوستی: د داعش د قوماندې مرکز په پاکستان کې دی

سعيد خوستی، چې د طالبانو له اړونده کسانو څخه دی، د اسلام‌اباد وروستي ځانمرګي برید په اړه د پاکستان د امنیتي او استخباراتي ادارو سخت انتقاد کړی او ادعا يې کړې چې د داعش د قوماندې او کنټرول مرکز د پاکستان دننه فعاليت کوي.

هغه ويلي، سره له دې چې برید د پاکستان د پلازمېنې په زړه کې شوی، د دغه هېواد امنیتي ادارې د پېښې پر مهال «فلج» ښکاره شوې، خو په غیرمتوقع ډول، یوازې یوه ساعت وروسته د بریدګر هویت او د پېښې ټول جزئیات له رسنیو سره شریک کړل.

خوستی په څرګنده ادعا کړې چې د داعش د کنټرول او قوماندې مرکز په پاکستان کې موقعيت لري او پوښتنه یې کړې چې ولې دا ډله تل پر ملکي وګړو او مذهبي ځایونو برید کوي، خو تر اوسه یې هېڅ پوځي هدف په پاکستان دننه نه دی په نښه کړی.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې داعش د اسلام‌اباد په يوه شیعه مذهبي مرکز د ځانمرګي برید مسئولیت پر غاړه واخیست؛ برید چې د سرچینو په وینا پکې له ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

خو منتقدان یادونه کوي چې د تېرې څو کلونو په اوږدو کې د طالبانو اداره وخت په وخت پرته له روښانه شواهدو، د داعش فعالیتونه او سازمان له افغانستان څخه دباندې هېوادونو ته منسوب کړي دي. د داسې درنو ادعاوو مطرح کول، په داسې حال کې چې خپله طالبان د داعش د ګواښونو د مهار په بې‌وسۍ تورن دي، د دې ادارې د مسووليت‌پذيرۍ او د سيمې د امنيت په ډاډمنتيا کې جدي پوښتنې راپورته کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button