یونیسف: په افغانستان کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پانګونه مهمه ده

سانجي ویجسکرا، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونیسف) د جنوبي آسیا لپاره سیمهییز مشر دی، د خپل سفر پر مهال کابل ته ورغی او هلته یې له یوه داسې روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه چې د دې ادارې تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي او له خوارځواکو ماشومانو سره مرسته کوي. ویجسکرا د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر حضور ټینګار وکړ.
نوموړي د یکشنبې په ورځ، د قوس په ۲۳ مه، پر ایکس ټولنیزه شبکه ولیکل چې په دغه مرکز کې یوه ښځینه نرسرِه د هغو ماشومانو مستقیمه پاملرنه کوي چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. نوموړي دا تجربه د دې حقیقت ښکاره بېلګه وبلله چې په افغانستان کې باید پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو تلپاتې پانګونه وشي، ځکه دا ډول کارکوونکې د ماشومانو د ژغورنې لپاره کلیدي رول لري.
تر دې وړاندې، تاجالدین ایوللي، په افغانستان کې د یونیسف استازي خبرداری ورکړی و چې دغه هېواد له سختو تغذیېزو بحرانونو سره مخ دی. د ایوللي په وینا، شاوخوا ۳.۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره لاس و ګرېوان دي او نږدې یو میلیون نور ماشومان دومره لاغر شوي چې له جدي خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو سازمان هم د روان کال په اسد میاشت کې د ماشومانو تر منځ د خوارځواکۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی و. خو دغه سازمان د یکشنبې په ورځ، د قوس په ۱۶مه نیټه وویل چې د تېر درېو میاشتو په ترڅ کې د طالبانو اداره د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې خپلو دفترونو ته ولاړې شي.
مرستندویه ادارې ټینګار کوي چې دا محدودیتونه، په ځانګړي ډول د روغتیا او تغذیې په برخه کې، د ژغورنې خدماتو ته جدي ګواښ پېښوي او میلیونونو ماشومانو ته د اساسي پاملرنې د رسېدو لاره سختوي. دا وضعیت د طالبانو د محدود کوونکو پالیسیو په اړه زیاتې پوښتنې او نیوکې راولاړې کړې دي.




