روسيه: لوېديځ د نړيوال امنيت نظام کمزوری کړی

د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير، ميخايل ګالوژين، ويلي چې د امريکا متحدو ايالتونو او لوېديځو هېوادونو کړنو د نړيوال نظام بېثباتي ډېره کړې او د نړيوال امنيت حقوقي چوکاټ يې کمزوری کړی دی.
نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په يوې اعلاميې کې وکړې چې د «ريا نواستي» خبري اژانس له لوري خپره شوې وه. ده زياته کړه چې لوېديځ د خپلې «هژمونې» د ساتلو لپاره هر ډول ګام پورته کولو ته چمتو دی. د هغه په وينا، د نړيوال امنيت حقوقي جوړښتونه د دې تګلارې له امله د ړنګېدو په حال کې دي.
ګالوژين همدارنګه د هغه څه په اړه وويل چې ده ورته د «نړيوال اکثريت» او «لوېديځ اقليت» ترمنځ د پراخېدونکي واټن نوم ورکړ. ده ادعا وکړه چې دا اقليت هڅه کوي د نړيوالو بهيرونو کنټرول په لاس کې واخلي.
دغه څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د روسيې او لوېديځو هېوادونو ترمنځ کړکېچونه په وروستيو کلونو کې د نړيوالو سياسي او امنيتي بحرانونو له امله زيات شوي او دواړه لوري يو بل د بېثباتۍ مسؤل بولي.




