مهم خبرونهنړیوال

د روسیې خبرداری: لویدیځ د افریقایي وسله‌والو ډلو نه د مسکو او بیجینګ پر ضد کار اخلي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ورشینین ویلي، چې ځینې لویدیځ هېوادونه او اوکراین له وسله‌والو او ترورېستي ډلو څخه په افریقا کې د خپلو تخریبي اقدامونو لپاره کار اخلي، څو د روسیې او چین پر ګټو برید وکړي. نوموړي دا کار د سیمې او نړۍ امنیت لپاره خطرناک بللی دی.

ورشینین د تاس خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړه، چې د کیف او د دې ښار د متحدینو له‌خوا له ځایي تروریستي ډلو سره مستقیم ملاتړ د افریقا له وچې هاخوا تهدید پېښ کړی دی او عواقب یې کولای شي نړیوال ابعاد ولري.

د دغه روسي دیپلومات په وینا، دا ډلې په ځانګړي ډول د افریقا د ساحلي هېوادونو په سیمه کې خلکو ته د ویرې اچولو، او د تخریب لپاره کارول کېږي، چې دا کار د یادو سیمو د لا زیاتې بې‌ثباتۍ سبب شوی دی.

سرګي ورشینین دا هم وویل، چې لویدیځ هېوادونه هڅه کوي د افریقا د ځینو هېوادونو مالي او اقتصادي وابستګیو ته په کتو، هغوی د روسیې او چین پر ضد په جیوپولیتیکي سیالیو او ماجراجویو کې ښکېل کړي. هغه زیاته کړه، د پخوانیو استعماري قدرتونو ګټې لا هم سره تړلې دي او دا هېوادونه د طبیعي زیرمو استخراج او د سیاسي بهیرونو د لاسوهنې له لارې د افریقا پر برخلیک اغېز کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button