روسیه د امریکا او وینزویلا ترمنځ د تاوتریخوالي له پایلو خبرداری ورکړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، د امریکا او وینزویلا ترمنځ د زیاتېدونکو تاوتریخوالو له امله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ هر ډول نظامي شخړه کولای شي د لویدیز نیمه کرې لپاره نه وړاندوينه کېدونکي پایلې ولري. د هغې په وینا، مسکو هیله لري چې واشنګټن به د بحران له پراخېدو او له وینزویلا سره د یو بشپړ پوځي تقابل له پیل څخه ډډه وکړي.
زاخارووا ټینګار کړی چې اوسمهالنی تاوتریخوالی تصادفي نه دی، بلکې د واشنګټن له خوا پړسول شوی دی. نوموړې د امریکا د ملي امنیت د نوي خپاره شوي سند ځینې برخې د «روزوېلت د ضمیمې اصل» ته ورته بللي؛ هغه اصل چې په تئودور روزوېلت د ولسمشرۍ پر مهال، امریکا ته دا اجازه ورکوله چې د لاتینې امریکا د هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
په همدې حال کې، په وروستیو میاشتو کې راپورونه ورکړل شوي چې امریکا په کارابین سمندر او د وینزویلا له پولو سره نیږدې خپل پوځي حضور زیات کړی دی. واشنګټن وايي دا اقدامات د مخدره موادو پر قاچاق د مبارزې د عملیاتو برخه ده، خو کارپوهان وايي چې بې له روڼوالي او حساب ورکونې څخه پر عبور کوونکو کښتيو برید کول، کولای شي د محکمې نه پرته اعدامونو او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونې په توګه تعبیر شي.
د نړیوالو اړیکو څارونکو خبرداری ورکړی چې دا ډول چلند نه یوازې د امریکا او د لاتینې امریکا د هیوادونو ترمنځ اړیکې لاپسې خرابوي، بلکې د سیمې سیاسي او اقتصادي ثبات له جدي خطر سره مخ کوي.




