مهم خبرونهنړیوال

روسیې د اوکراین د بحران د حل لپاره درې شرطونه اعلان کړل

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اعلان کړی چې مسکو درې اساسي شرطونه د اوکراین د بحران د پای ته رسولو لپاره د هر ډول سیاسي حل د بنسټ په توګه په پام کې نیولي او پر پلي کېدو یې ټینګار کوي.

د لاوروف په وینا، د روسیې لومړی شرط د «نويو جغرافیایي حقیقتونو» رسمي پېژندل دي؛ هغه موضوع چې اوسنی وضعیت د کریمیا ټاپووزمې او د دونیتسک، لوهانسک، سواستوپول، زاپورېژیا او خیرسون سیمې رانغاړي. د مسکو په باور، کییف او د هغې لوېدیځ ملاتړ کوونکي باید دغه حقیقتونه په رسمي ډول ومني.

دوهم شرط، د امنیتي تضمینونو وړاندې کول دي چې د لاوروف په وینا، باید د اوکراین د بحران د رامنځته کېدو بنسټیز دلیلونه له منځه یوسي او د هغې د تکرار مخه ونیسي. په دې لړ کې مسکو د اوکراین پر بې‌طرفۍ ټینګار لري.

لاوروف زیاته کړه، د روسیې له نظره اوکراین باید د هېڅ پوځي ائتلاف غړیتوب ترلاسه نه کړي، له هستوي او تهاجمي وسلو څخه خالي وي او د هغې خاوره د ناټو پوځي اهدافو لپاره ونه کارول شي. نوموړي همدارنګه پر دې هم ټینګار وکړ چې باید د هغه په وینا د «نازي تفکراتو» پر ضد مبارزه وشي.

د بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه چې ستراتیژیک نوښت په بشپړه توګه د روسیې پوځ په لاس کې دی او لوېدیځ هېوادونه هم د دې وضعیت څخه باخبره دي. د هغه په وینا، د مسکو اهداف به که د سیاسي لارو یا هم د پوځي اقداماتو له لارې، ترلاسه شي.

لاوروف په پای کې څرګنده کړه چې روسیه غواړي په اوکراین کې ټاکنې ترسره شي او دا موضوع د دغه هېواد د راتلونکي لپاره د خپلې مطلوبې پروسې برخه ګڼي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button