مهم خبرونهنړیوال

روسیې د اوکراین د استخباراتو یو مرکز په نښه کړی

روسي امنیتي سرچینې وايي، د دغه هېواد ځواکونو د اوکراین د دفاع وزارت پورې تړلی یو د استخباراتو قومنداني مرکز د چرنیګوف په سیمه کې په نښه کړی دی. د دې سرچینو په وینا، دا عملیات د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) په وسیله ترسره شوی دی.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، یاد مرکز د اوکرایني ځواکونو د استخباراتي قوماندې له مهمو مرکزونو څخه و او د برید پر مهال ورته زیان رسېدلی دی. د تلفاتو یا زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

په ورته وخت کې، یوې روسۍ امنیتي سرچینې د خارکوف په اړوند محور کې د اوکرایني ځواکونو وضعیت «نامناسب» بللی او ویلي چې په دغه محور کې فشارونه زیات شوي دي.

په یوه بله جلا پېښه کې، د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی، چې د دې هېواد هوایي دفاعي سیستمونو تېره شپه ۲۳۵ اوکرایني ډرونونه شنډ کړي او را غورځولي دي. وزارت د دې ډرونونو د دقیقو ځایونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button