مهم خبرونهنړیوال

د روسي سفير: د سویډن پوځي مرستې له اوکراین سره ۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلې

د سویډن لپاره د روسیې سفیر اعلان کړی چې استاکهولم د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه ټولټال ۹ میلیارد ډالر پوځي مرسته دې هېواد ته استولې ده. د ده په وینا، دا مرستې د تجهیزاتو او دفاعي ملاتړ په ګډون دي.

سرګي بیلایف د ریا نووستي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دا مرستې له هغه وخت راهیسې چې مسکو یې «ځانګړې پوځي عملیات» بولي، پرله‌پسې اوکراین ته ورکړل شوې دي او د کیف د پوځي ملاتړ په برخه کې یې مهم رول لوبولی دی.

د دغه روسي دیپلمات په وینا، سویډن همدارنګه پلان لري چې په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې شاوخوا ۸ میلیارد ډالر نور د وسلو پېر، د دفاعي صنعتونو تمویل او د اوکراین د ملاتړ نورو بڼو ته ځانګړي کړي.

په ورته وخت کې، سره له دې چې د مسکو او کیف تر منځ څو پړاوه خبرې شوې دي، جګړه لا هم روانه ده او د ارضي اختلافاتو موضوع د خبرو اترو د پرمختګ اصلي خنډ بلل کیږي. دواړه لوري هڅه کوي چې د خپلو تر کنټرول لاندې سیمو د ساتلو او پراخولو له لارې، هم په جګړه او هم په خبرو اترو کې برلاسي ترلاسه کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button