مهم خبرونهنړیوال

روسیې د ټېلېګرام سرعت محدود کړی؛ د بهرنۍ لاسرسي اندېښنې زیاتې شوې

د روسیې د مخابراتو، ډیجیټلي پراختیا او ټولنیزو اړیکو وزیر اعلان کړی چې د قوانینو د پرلپسې سرغړونو له امله د ټېلېګرام د پیغام رسولو شبکې فعالیت په دغه هېواد کې ورو شوی دی. هغه زیاته کړه چې د بهرنیو استخباراتي ادارو د احتمالي لاسرسي په اړه اندېښنې شته، چې کېدای شي د کاروونکو شخصي لیکنې وګوري.

د ریا نووستي خبري اژانس د راپور له مخې، ماکسوت ایګوروویچ شادایف ویلي، د روسیې د رسنیو د څار ادارې له پرله‌پسې تخلفونو وروسته پرېکړه کړې چې د ټېلېګرام سرعت محدود کړي. د ده په وینا، دا اقدام د ملي قوانینو د پلي کولو په چوکاټ کې ترسره شوی دی.

شادایف زیاته کړه چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په روسیه کې له پیغام رسوونکو اپلېکېشنونو سره تړلي جرمونه درې چنده زیات شوي دي. ده د دغو جرمونو جزییات نه دي څرګند کړي، خو ټینګار یې وکړ چې دغه بهیر د مسؤلو ادارو د اندېښنې لامل شوی دی.

دغه روسی چارواکي همدارنګه ادعا وکړه چې ګڼ شواهد شته چې ښيي ځینې بهرنۍ استخباراتي ادارې د ټېلېګرام لیکنو ته لاسرسی لري او ترلاسه شوې مالومات د روسیې د پوځ پر ضد کاروي.

د روسیې د مخابراتو د وزیر په وینا، ټېلېګرام تر اوسه شاوخوا ۱۵۰ زره هغه غوښتنې له پامه غورځولي چې د روسیې چارواکو د منع شوو معلومات لرونکو مطالبو د حذف په هدف وړاندې کړې وې. د ټېلېګرام مسؤلینو تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button