مهم خبرونهنړیوال

روسیه: د اوکراین له سومي او چرنیهیف څخه دپېښېدو پهپادونه توغول شوي دي

د روسیې د هوايي دفاعي توغندیو د قطعو قوماندان ویلي، هغه بې‌پیلوټه الوتکې چې د دغه هېواد د ولسمشر استوګنځی یې په نښه کړی و، د اوکراین له سومي او چرنیهیف سیمو څخه توغول شوې دي. د نوموړي په وینا، هڅه شوې وه چې برید له څو لارو ترسره شي.

الکساندر رومانینکوف د روسیې د دولتي رسنیو په حواله ویلي، د دې هوایي برید نښې د چهارشنبې په ورځ، د دسمبر په ۲۸مه، د ماښام شاوخوا ۷:۲۰ بجې د مسکو وخت تشخیص شوې. ده زیاته کړه چې کیف هڅه کړې وه په یو وخت کې د څو لارو په کارولو سره بې‌پیلوټه الوتکې د ولادیمیر پوتین استوګنځي ته رهنمايي کړي.

هغه وویل دا عملیات «هدفمند او په دقیق پلان جوړونې سره» ترسره شوي؛ خو د برید د دفع وروسته، په روسیه کې د ځاني یا مالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

رومانینکوف ټینګار وکړ چې د دې هڅې د خنثی کولو په بهیر کې د روسیې د هوايي دفاعي ټیمونو او د برېښنايي جګړې واحدونو په همغږۍ او اغېزمن ډول عمل کړی دی. د بې‌پیلوټه الوتکو د شمېر او یا د کارول شوې وسيلې په اړه نور معلومات نه دي وړاندې شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button