مهم خبرونهنړیوال

روسیه د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب لپاره چمتووالی اعلان کړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اعلان کړی چې مسکو د تهران او واشنګټن د رغبې په صورت کې چمتو ده د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د اختلافونو د هوارولو لپاره د منځګړي رول ولوبوي. نوموړي ټینګار وکړ چې روسیه به د ډیپلوماټیکو لارو څخه کار واخلي څو د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي.

لاوروف د خلیج فارس پر روان وضعیت د خبرو پر مهال وویل، داسې نښې شته چې اوسنی کړکېچ ښايي یوې پراخې نښتې ته واوړي. د هغه په وینا، روسیه نه یوازې د منځګړیتوب لپاره، بلکې د تاوتریخوالي د مهار لپاره د نورو اړینو مرستو د وړاندې کولو چمتووالی هم لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button