روسيه د افغانستان له لارې د رېلپټلۍ د جوړولو لېوالتیا څرګنده کړه

د روسي رسنيو د راپور له مخې، د روسيې د لومړي وزير مرستيال، اليکسي اوورچک، ويلي چې مسکو د افغانستان له لارې د يوې رېلپټلۍ د جوړولو جدي لېوالتیا لري او د دې پروژې په اړه لومړنۍ خبرې اترې پيل شوي دي.
اوورچک زياته کړې چې د نوو ترانزيټي لارو جوړول کولای شي روسيه د جنوبي هېوادونو سره ونښلوي، هغه موضوع چې د دغه هېواد د چارواکو په باور، په ځانګړي ډول د ترانسپورت او سوداګرۍ په برخو کې، د روسيې اقتصاد ته ګټه رسوي.
افغانستان د خپلې جغرافيایي موقعيت له مخې د منځنۍ او جنوبي اسيا په څلورلارې کې پروت دی، او تل د سيمهييز ترانزيټ د يو احتمالي لوري په توګه ياد شوی. هر ډول عملي پروژه په دې لاره کې د تخنيکي، امنيتي او اداري همغږۍ غوښتنه کوي چې بايد د طالبانو ادارې او سيمهييزو هېوادونو سره ترسره شي.
تر دې دمه د دې پروژې د دقيق مسير، مهالويش يا د خبرو اترو د پرمختګ په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي، او روسي چارواکو هم د اضافي معلوماتو له وړاندې کولو ډډه کړې ده.




