امنیت او پېښېمهم خبرونه

روسې ځانګړو ځواکونو په ولګودونسک ښار کې ځانمرګي برید مخه نیولې ده

د روسیې فدرالي امنیتي ادارې ویلي چې په جنوبي روسیه کې د روستوف سیمې اړوند ولګودونسک ښار کې یو پلان شوی تروریستي برید مخکې له عملي کېدو خنثی شوی دی.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، روسي امنیتي ځواکونو یوه محصله نجلۍ چې د ځانمرګي برید کوونکي په توګه پېژندل شوې، شاوخوا نیم ساعت وړاندې له دې چې د چاودېدونکو موادو ډکه بیک یوه دولتي چارواکي ته وسپاري، نیولې ده. دا پېښه د ښاري ادارې د یوه دفتر دننه رامنځته شوې ده.

د امنیتي ادارې په اعلامیه کې ویل شوي چې دا چاودېدونکي مواد پلان شوي وو چې په هغه ځای کې وچول شي چې هلته د خلکو ګڼ ټولېدنه اټکل شوې وه، او که دا برید عملي شوی وای، ښایي درانه بشري تلفات یې لرل.

د روسیې فدرالي امنیتي ادارې ادعا کړې چې دغه برید د اوکراین له خوا پلان شوی و. تر اوسه د نیول شوې نجلۍ د هویت یا د اوکرایني چارواکو رسمي غبرګون په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button