اسراییلي رسنۍ: روسیه د تلابیب او دمشق تر منځ د یو امنیتي تړون د منځګړیتوب هڅه کوي

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، روسیه په پټه هڅه کوي څو تلابیب او دمشق یو بل ته نږدې کړي او د یو امنیتي تړون د لاسلیک زمینه برابره کړي. د دغو سرچینو په وینا، دا هڅې د متحده ایالاتو په موافقه روانې دي او خبرې اترې د اذربایجان له لارې ترسره کېږي.
د المیادین د شبکې له قوله، یادو رسنیو لیکلي چې مسکو د اسراییلو او د ابو محمد جولاني په مشرۍ د دمشق د واکمن ادارې ترمنځ د منځګړي رول اخیستی، او ناستې او اړیکې په باکو، د اذربایجان په پلازمېنه، کې ترسره کېږي. د اسراییلي سرچینو په وینا، د دواړو خواوو جګپوړو چارواکو تګ راتګ دې ښار ته لا هم دوام لري.
یوه امنیتي سرچینه چې اسراییلي رسنیو ورڅخه راپور اخیستی، ویلي چې که څه هم روسیه هڅې کوي، خو د دواړو لورو ژور اختلاف او بېباوري لا هم پر ځای ده، سره له دې، په تېرو اونیو کې د خبرو په ځینو برخو کې د پرمختګ نښې لیدل شوي.
په راپور کې راغلي چې د مسکو او دمشق اړیکې پیاوړې شوې دي او روسیې تېرې میاشتې خپل پوځيان او پوځي وسایل د لاذقیې ساحلي سیمو ته لېږدولي دي؛ داسې اقدام چې شنونکي یې د سیمې له امنیتي پلوه مهم بللی شي.
د همدغو سرچینو د معلوماتو له مخې، تلابیب غواړي د سوریې په جنوبي سیمو کې د روسي پوځ حضور د ترکیې له رول څخه ډېر اغېزمن وي. په همدې لړ کې، د دمشق د واکمنې ادارې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني تېره چهارشنبه مسکو ته سفر وکړ، له سرګي لاوروف سره یې ولیدل او د سفر موخه یې د دوه اړخیزو اړیکو لوړول تر ستراتیژیک کچې څرګنده کړه.




