روسیې د انګلیس یو دیپلومات د جاسوسۍ په تور وشړلو

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې (FSB) اعلان کړی چې د مسکو په انګلیس سفارت کې د دوهم سکرتر اعتبارنامه د هغو فعالیتونو له امله لغوه شوې چې روسي چارواکو یې “استخباراتي او تخریبي” بللي دي. یاد دیپلومات ته ویل شوي چې باید د دوو اونیو په موده کې له روسیې ووځي.
د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دغه امنیتي اداره ادعا کوي چې نوموړی دیپلومات هڅه کوله د روسیې د اقتصاد اړوند حساسو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي. د روسي چارواکو په وینا، دا کړنې له هغه دیپلوماتیک ماموریت سره په ټکر کې دي چې ورته ټاکل شوی و.
وروسته له دې پېښې، د مسکو د انګلیس سفارت کاردار هم د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی، او د دې دیپلومات اړوند فعالیتونه د همدې غونډې پر مهال بحث ته وړاندې شوي دي.
تر د دې خبر د خپرېدو پورې، د مسکو د انګلیس سفارت په رسمي توګه د دغو تورونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. په وروستیو کلونو کې د مسکو او لندن اړیکې له سیاسي او امنیتي ترینګلتیا سره مل وې، او د دیپلوماتانو شړل هم تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو تر منځ څو ځله تکرار شوي دي.




