مهم خبرونهنړیوال

په اسرایلو کې د روسیې د سفارت د تخلیې ادعاوې شکمنې بلل شوې

په وروستیو ساعتونو کې په یو شمېر ټولنیزو شبکو کې راپورونه خپاره شوي چې د اسرایلو د پوځ له‌خوا د روسیې د سفارت د کارکوونکو د تخلیې ادعا کوي؛ خو تر اوسه هېڅ باوري سرچینې دغه ادعا نه ده تایید کړې.

د دغو ادعاوو له مخې، ویل شوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې الوتنې د روسي اتباعو د انتقال لپاره د اسرایلو څخه ترسره شوي دي. سره له دې، د روسیې رسمي رسنیو او نورو معتبره خبري سرچینو په دې اړه هېڅ راپور نه دی خپور کړی.

رسنیزې څېړنې ښيي چې یاد خبر زیاتره د غیررسمي پاڼو د اټکلونو پر بنسټ خپور شوی او د تایید لپاره یې کوم باور وړ شواهد نشته.

ځینې له دغو پاڼو دا ادعا کړې چې د روسیې د سفارت احتمالي تخلیه کېدای شي د اسرایلو او حزب‌الله لبنان تر منځ د احتمالي شخړې له زیاتېدو سره تړاو ولري، خو دا اړیکه هم د خپلواکو سرچینو له لوري نه ده تایید شوې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button