مهم خبرونهنړیوال

د روسي دوما مشر د اوکراين د ډرون بريد په غبرګون کې د سخت ځواب غوښتنه وکړه

د روسي دوما مشر اعلان کړی چې د اوکراين ډرون بريد د ولادیمیر پوتین د استوګن ځای پر ضد يو جدي موضوع ده او مسکو به دا کار بې ځوابه پرې نه ږدي. نوموړي ټينګار وکړ چې د روسیې قانون جوړوونکی بنسټ د کيف پر دې اقدام سخت غبرګون ضروري بولي.

ويچسلاو والودين، د روسي دوما رييس، په يوې اعلامیې کې وويل چې د دغه هېواد د پارلمان استازي د ولسمشر پر استوګن ځای بريد د حساسو امنيتي کرښو تېرېدل ګڼي او باور لري چې دا کار بايد د قوي ځواب سره مخ شي. د هغه په وينا، دا پېښه د دواړو هېوادونو تر منځ د روانې جګړې د تاوتريخوالي نښه ده.

والودین همدارنګه ادعا وکړه چې ولودیمیر زيلنسکي، د اوکراين ولسمشر، د پوځي عملياتو په دوام سره هڅه کوي د هر ډول موافقې بهیر ودرولي او د پخوانیو خبرو لاسته راوړنې له منځه یوسي. نوموړي وويل چې د جګړې دوام د زيلنسکي لپاره د واک د ساتلو يوازينۍ لار ده.

په همدې حال کې، سرګي لاوروف، د روسيې د بهرنيو چارو وزير، د دوشنبې په ورځ وويل چې تيره شپه اوکراين د ډرونونو په کارولو د روسي ولسمشر استوګن ځای د نووګورود په سيمه کې په نښه کړی. د هغه په وينا، روسيه به دا بريد ونه زغمي، خو له دې سره سره نه غواړي د دې پېښې له امله د خبرو اترو له بهیر څخه ووځي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې په دې عملیاتو کې ۹۱ ډرونونه کارول شوي وو چې د روسي چارواکو په وينا ټول نسکور شوي دي. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اوکراين جګړه لا هم په نړيواله کچه يو له خورا تودو امنيتي کړکېچونو څخه شمېرل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button