د روسیې بېپیلوټه برید؛ په اوکراین کې دوه تنه وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زلنسکي اعلان کړی چې د روسیې د پراخ بېپیلوټه برید په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي او لسګونه کسان ټپیان شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه برید له ۲۰۰ څخه په ډېرو ډرونونو ترسره شوی او د اوکراین ښارونه سومي، خارکیف، دنیپرو، زاپوریژیا او اودسا يې په نښه کړي دي.
د اوکراین وسلهوالو ځواکونو ویلي چې ۳۰ بریدونه په ۱۵ بېلابېلو ځایونو کې ثبت شوي دي.
د خارکیف ښاروال تایید کړې چې یو تن په دغه ښار کې وژل شوی او د انرژۍ تاسیسات زیانمن شوي دي. د دویم کس د مرګ ځای لا نهدی څرګند شوی.
دغه بریدونو د برېښنا پرېکون او د تودوخې د کموالي لامل شوی او د لويو ښارونو، لکه کییف اوسېدونکي، د منفي ۱۶ سانتيګراد یخنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
په عین وخت کې، امریکایي او اوکرایني چارواکو په میامي کې د جګړې وروسته د امنیتي تضمینونو په اړه خبرې وکړې.




